د ترکمنستان ګازد افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي
د جواد د څرګندونو اساس له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او تیلي موادو د لېږد پلان به له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي او له دې سره به د هېواد د ملي عوایدو کچه لوړه او د هېواد ترانسپورتي سکتور به وده وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي له افغانستان څخه پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي موادو د انتقال پلان د اطالبانود وزارت د اقتصادي مرستیال له خوا منظور شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد وویل چې دا پروژه د آزموینې دوره ده او که بریالۍ شي دوام به وکړي.
د جواد د څرګندونو اساس له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او تیلي موادو د لېږد پلان به له منځنۍ اسیا جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي او له دې سره به د هېواد د ملي عوایدو کچه لوړه او د هېواد ترانسپورتي سکتور به وده وکړي.
که څه هم د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د دې ترانزیت لپاره د ترلاسه شوې مالیې په اړه څه ونه ویل؛ خو هغه څرګنده کړه، چې په لومړي ګام کې به د ګازو ٥٠ ليږدونه د کندهار د سپين بولدک له لارې د پاکستان کوټې ښار ته ولېږدول شي