پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134978-پاکستان_ته_د_ترکمنستان_د_سون_توکو_د_ترانزیټ_طرحه_منظوره_شوه
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه.
(last modified 2023-06-26T07:56:32+00:00 )
Jun 26, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ترکمنستان د سون توکو د ترانزیټ طرحه منظوره شوه

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري، د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو او نفتي مواد د ترانزیټ طرحه په ازماېښتي ډول منظور شوه.

اقتصادي معاونیت په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي توکو له ترانزیټ سره به د هېواد د عوایدو کچه لوړه او د هېواد ټرانسپورټي سکټور به پراختیا ومومي.

ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دغه طرحه د اقتصادي پراختیا او ترانزیټ برخې د پیاوړتیا په موخه چمتو شوې او ورسره له مرکزي اسیا، سوېلي اسیا ته د ګازو او نفتي موادو د ټرانزیټ په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابروي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د افغانستان د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې د سیمې له هېوادونو سره د ترانزیټ په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.