د پاکستان خارجه وزارت د امریکې جګ پوړی ډیپلماټ وروباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i134996-د_پاکستان_خارجه_وزارت_د_امریکې_جګ_پوړی_ډیپلماټ_وروباله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون متحده ایالاتو ته د هندوستان د وزیراعظم د سفر په دوران کښې د واشنګټن او نوي ډیلي په ګډې بیانیې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت مرستیال احضار کړ.
(last modified 2023-06-26T23:45:36+00:00 )
Jun 27, 2023 04:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزارت د امریکې جګ پوړی ډیپلماټ وروباله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون متحده ایالاتو ته د هندوستان د وزیراعظم د سفر په دوران کښې د واشنګټن او نوي ډیلي په ګډې بیانیې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت مرستیال احضار کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون متحده ایالاتو ته د هندوستان د وزیراعظم د سفر په دوران کښې د واشنګټن او نوي ډیلي په ګډې بیانیې باندې په اعتراض کښې، په اسلام آباد کښې د امریکې د سفارت مرستیال احضار کړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د امریکې د لوړرتبه سفارتکار د احضاریې په غونډه کښې د هند او امریکې د مشرانو په ګډه بیانیه کښې د پاکستان خلاف بې له ځایه، یواړخیزو او بې لارې کوونو  کوونکو اشارو څخه د پاکستان اندیښنۍ او ناهیلي، امریکايي لوري ته منتقله شوه.

د پاکستان خارجه وزارت تیره اونۍ هم له ترهګرۍ سره د اغیزناک سلوک لپاره له اسلام آباده د غوښتنې په هکله د امریکې او هندوستان د مشرانو ګډه بیانیه رټلې وه او هم داشان یې د هغوي د پوځي ملګرتیاؤ له زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.