پاکستان کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي
Jun 28, 2023 02:34 Asia/Kabul
د پاکستان د ملاکنډ په بټ خېله تحصیل سیمه کې د کورنۍ شخړو له امله په یوه کور حمله شوې چې په ترڅ کې د یادې کورنۍ ۹ غړي وژ ل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د پاکستان د ملاکنډ په بټ خېله تحصیل سیمه کې د کورنۍ شخړو له امله په یوه کور حمله شوې چې په ترڅ کې د یادې کورنۍ ۹ غړي وژ ل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د جیونیوز د را پور له مخې، پولیسو ویلي چې په ډزو کې په مړو شویو کسانو کې درې میرمنې او شپږ نارینه شامل دي چې په شک یې څو تنه نیول شوي دي.
پوليس وائي شکمن کسان د قربانيانو خپلوان دي او د کورنۍ شخړې د معلومولو په موخه لومړنی را پور ثبت شوی او لا هم تحقیق جریان لري.
ټیګونه