په افغانستان کې د امریکااقداماتو ترهه ګري پاکستان ته وغزوله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135122-په_افغانستان_کې_د_امریکااقداماتو_ترهه_ګري_پاکستان_ته_وغزوله
د پاکستان دفاع وزیر  دواشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره  هم وئیلي،له و اشنګټن سره د ښو اړیکو ملاتړ کوو،خو  اسلام اباد باید د امریکا دګټو او فرمان په خاطر ونه جنګیږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 30, 2023 09:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د امریکااقداماتو ترهه ګري پاکستان ته وغزوله

د پاکستان دفاع وزیر  دواشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره  هم وئیلي،له و اشنګټن سره د ښو اړیکو ملاتړ کوو،خو  اسلام اباد باید د امریکا دګټو او فرمان په خاطر ونه جنګیږي.

د پاکستان دفاع وزیر وائي ، په افغانستان کې له امریکا څخه په  ملاتړ سره مو ، یو ډول خپل  هیواد ته ترهه ګري رادعوت کړه.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف  پرون په یولړ څرګندونو کې  امریکا پخپل هیواد کې د ترهه ګرۍ مسئوله وبلله او  او وې وئيل،  پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې په دوو  جنګونو کې له امریکا ملاتړ وکړ.ددغه هیواد په هردواړو جنګونو کې  په لومړنۍ کرښې کې وو، په  داسې حال کې چې له مونږ سره هیڅ  ارتباط نه درلود. په نتیجې کې  مونږ ترهه ګري خپل کور ته  راوبلله .

خواجه آصف په تیر ژمي کې هم په پيښور کې د پولیس لاین په جومات کې  د ځان مرګي حملې په غبرګون کې  چې  لږترلږه سل کسان  پکې وژل شوي او څه دپاسه دوه سوه دیرش ټپيان شوي ،وئيلي وو، مونږ پخپله د  ترهه ګرۍ تخم کرلی دی.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،  د پاکستان دفاع وزیر  دواشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته په اشارې سره  هم وئیلي،له و اشنګټن سره د ښو اړیکو ملاتړ کوو،خو  اسلام اباد باید د امریکا دګټو او فرمان په خاطر ونه جنګیږي.