د امریکا اقدامات او پاکستان ته ئې دترهه ګرۍ کاږل
د پاکستان دفاع وزیر ووئيل، په افغانستان کې مو له امریکاڅخه په ملاتړ او پشتیبانۍ سره مو یوډول خپل هیواد ته ترهه ګري راوبلله.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په وینا، پاکستان په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې په دوو جنګونو کې د امریکا ملاتړ وکړ.ددغه هیواد په هردواړو جنګونو کې پاکستان په لومړنۍ کرښې کې ؤ، په داسې حال کې چې له اسلام اباد سره هیح ارتباط نه درلود. په نتیجې کې پاکستان ترهه ګري خپل کور ته وکاږله .
د پاکستان د لوړي پوړي چارواکي له خوا دغه څرګندونې کومه نوي خبره نه ده او تل د پاکستان د پوځي او امنیتی سیاسی چارواکو له خوا په داسې موقعو کې مطرح کیږي چې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې په ټيټې سوئې کې وي. او په عین حال کې د پاکستان چارواکي هڅه کوي، له واشنګټن سره د احتمالی ملګرتیا له دوام سره په ارتباط کې ورڅخه ځیني امتیازونه واخلي.
په دغه ډول موقعو کې د پاکستان چارواکي معمولا هغه انساني،مادي او مالی لګښتونه چې ئې زغملي دي ،بیانوي چې د پاکستان دیوه پخواني ولسمشر پرویز مشرف له وخت راهسې چې په ۲۰۰۱ کال کې ئې له زوي جارج بش سره په افغانستان باندې په حملې کې ملګرتیا وکړه ،مطرح کیږي.
د سیاسی مسئلو یو کارپوه اوشناندی داؤد خټک په دې باب وائي ، دپرویز مشرف په وخت کې د جارج بش حکومت پاکستان د امریکا غیر ناټو متحد هم اعلان کړ، خو له یوې مودې تیریدا وروسته له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره دملګرتیا دڅرنګوالي په باب ددواړو لورو اختلافات رابرسیره شول، داسې چې امریکا پاکستان په دې باب په دوه ګوڼي سیاست تورن کړ او هماغه راز ددغو تورونو مطرح کیدا دوام لري او پاکستان هم ورته غبرګون څرګندونکی دریځ لري.
په همدې دلیل د پاکستان دفاع وزیر د اسلام اباد او واشنګټن له اړیکو څخه له ملاتړ سره په یووخت اعلان وکړ اسلام اباد باید د امریکا په فرمان او ګټو لپاره ونه جنګیږي. په عین حال کې دپاکستان پوځ هماغه شان له امریا سره دملګرتیا له دوامه ملاتړ کوي.په افغانستان باندې دشوروي دسرۀ پوځ د حملې په وخت کې د پاکستان پوځ ل امریکا څخه پوخي تجهیزات او مالی مرستې ترلاسه کولې ،چې د امریکا دمخکیني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په وخت کې وئیل کیدل دغه مرستې غوڅې شوي دي.
ډيری شناندي او کارپوهان وائي امریکا تل په افغانستان کې پخپلو عملیاتو کې د پاکستان له ملاتړونو استفاده کړې ده. په عین حال کې د اسلام اباد له نظره واشنګټن له دغو ملاتړونو سره په تناسب کې پاکستان سره لازمې مرستې نه دی کړي ،بلکې دغه هیواد ئې له هغه څه سره په دمقابلې په باب چې امریکا ئې ترهه ګري نوموي،په دوه ګوڼي دریځ غوره کولو هم تورنوي، چې پاکستان ئې په زغرده ردوي.
په هرحال ،له امریکا سره د پاکستان د ملګرتیا په باب ددغه هیواد ددفاع وزیر څرګندونو ترهه ګري پاکستان ته وکاږله.که څه هم دیوه تراخه واقعیّت بیانونکی کیدلی شی، خو دپاکستان حکومت او پوځ هم تل له امریکا سره د ملګرتیا دفاع او ملاتړ کړی دی ،البته دغه ملګرتیاوې زیاتره د امریکا او هندوستان داړیکو تر اغیزو لاندې ورغلي دي. امریکا ته د هندی لومړي وزیر له وروستي سفروروسته او د پاکستان په ضد ددواړو هیوادونو په ګډې اعلامیې پسې بیا د امریکا په ضد د اسلام اباد د چارواکو تند دریځ رابرسیره شوی دی. له دې امله داسې ښکاري په امریکا د پاکستانیو چارواکو نیوکې ،د امریکا او پاکستان د انډولیزو اړیکو د رامینځةکیدا په موخې سره هم دي . دا په داسې حال کې دي چې امریکا دپاکستان له دودیز سیال هندوستان سره داړیکو په پراختیا سره پر اسلام ابادد لازیاتو دباؤنو او په افغانستان کې له واشنګټن سره لازیاتې ملرتیا ته په اړباسلو پسې ده.