د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته د پاکستان غبرګون
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.
د ایرنا د خبر له مخې، ممتاز زهرا د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل: د اسرائیلو له سیاسي څرګندونو سره سره، د بشري حقونو شورا په متفقه توګه د پاکستان د نړیوال دوره يي راپور تصویب کړ.
هغې زیاته کړه: "یو شمېر هېوادونو او د مدني ټولنو سازمانونو د بشري حقونو د ودې په برخه کې د لاسته راوړنو لپاره د پاکستان ستاینه وکړه، په ورته وخت کې اسراییل د پاکستان پر ضد سیاسي څرګندونې وکړې، چې البته د بشري حقونو د شورا د غړو له موافقې سره په ټکر کې دي."
له دې سربېره، د پاکستان د اقلیم د بدلون وزیر شیری رحمان هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي بې اساسه څرګندونې وغندلې او وویل: په نورو هېوادونو کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اسرائیلو څرګندونې د خندا او د شرم وړ دي.