پاکستان په افغانستان کښې په ترهګرو اندیښنه څرګنده کړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پرون په پنډۍ کښې د پوځ د مهمو جنرالانو په یوه کانفرنس کښې وویل په ګاونډي هیواد افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې امن ځایونه یو داسې ستر دلیل دی چې د پاکستان په امنیت باندې اغیز شیندي.
د پاکستان پوځ په یوې بیانیې کښې وویل دغه خبره په پنډۍ کښې د پوځ په مرکز کښې د پوځي جنرالانو په دوه سوه اته پنځوسمې غونډې کښې مطرح شوه چیرې چې ګډونوالو ته په پاکستان کښې د امنیتي حالاتو په هکله په تفصیل سره معلومات ورکړل شول .
دغه غونډې چې مشرۍ یې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر کوله وویل په افغانستان کښې تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو ته د امن ځایونو ورکول او په ازادۍ سره د هغوې د فعالیتونو ترسره کول او هغوې ته د نویو وسلو ورکول د پاکستان په امنیت د اغیز د شیندلو تر ټولو ستر دلیل دی.
دا په روانه اونۍ کښې دوهم ځل دی چې د پاکستان پوځ په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان او د نورو ترهګرو ډلو د امن ځایونو په هکله خبره کوي.
درې ورځې مخکې د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر ايي ایس پي ار د بلوچستان په ژوب سیمه کښې په یوه پوځي مرکز باندې له حملې وروسته وویل چې د پاکستان پوځ په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د امن ځایونو او د هغوې په ازادۍ سره د فعالیتونو د ترسره کولو په وخت جدي اندیښنه لري.
ايي ایس پي ار وویل مونږ هیله لرو چې د افغانستان د طالبانو حکومت به اجازه ورنکړي چې خپله خاوره د بل کوم هیواد پرضد استعمال کړي.