اسلام اباد له کابله د تحریک طالبان د مشرانود سپارلو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135904-اسلام_اباد_له_کابله_د_تحریک_طالبان_د_مشرانود_سپارلو_غوښتنه_وکړه
ده همداراز ویلی دی د تحریک طالبان مشران دی پاکستان ته وسپارل شي او هغو باید د افغانستان له خاورې پاکستان پرضد استفاده ونکړې شي
(last modified 2023-07-19T07:44:46+00:00 )
Jul 19, 2023 05:52 Asia/Kabul
  • اسلام اباد له کابله د تحریک طالبان د مشرانود سپارلو غوښتنه وکړه

ده همداراز ویلی دی د تحریک طالبان مشران دی پاکستان ته وسپارل شي او هغو باید د افغانستان له خاورې پاکستان پرضد استفاده ونکړې شي

د اسلام اباد او کابل ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علي خان درانی نن په یوه درې ورځني سفر کابل  ته ورځی .

دراني د دغه سفر په څنډه کې “ډان نیوز” ته وویل: اسلام اباد د کابل له حکومته  غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران دې پاکستان ته وسپاري، څو د خپلو جرمونو په خاطر عدالت ته راکاږل شي.

دراني له ټي ټي پي سره خبرې اترې هم رد کړې او ویلي، دا چاره مثبته پایله نه شي لرلی او پاکستان به نور په دې اړه غور ونه کړي.ده همداراز ویلی دی د تحریک طالبان مشران دی پاکستان ته وسپارل شي او هغو باید د افغانستان له خاورې پاکستان پرضد استفاده ونکړې شي .

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د اډو له قوماندانانو سره په کتنه کې ویلی وو ، چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې پټنځایونو او تازه وسلو ته لاسرسی لري.

طالبانو د پاکستاني استازي د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.