سختو بارانو د پاکستان یولس ښاریز ووژل
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې په پیښور روډ کښې د یوې ودانۍ د دیوال د غورځیدا له کبله یولس کسان مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.
د اسلام اباد دغه سیمه همدا اوس د مون سون له سختو بارانونو سره مخ ده.
د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد او دغه راز پنډۍ ښار کښې د سختو بارانونو له کبله اوبه ژورو سیمو ته ورغلي دي او د خلکو ژوند یې ګډوډ کړی او د هغوې لپاره یې خطرونه رامینځته کړي دي.
د اسلام اباد د اینډسټریل ایریا ون ناین پولیسو مسوول خان زیب وویل د ماشینرۍ په وسیله له خاورو څخه یولس مړي رایستل شوي دي او زیاته یې کړه دغه مړي چې کارګران وو روغتون وړل شوي.
دغه راز شپږ ژوبل کسان هم د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي.
بل خبر دا چې د اسلام اباد او پیښور په موټروې کښې یو ګاډی له دریو بسونو سره وجنګیده چې له کبله یې یولس کسان ژوبل شوي دي.
په پاکستان کښې هر کال د موسون بارانونو او د ټرافیکي پیښو له کبله په زرګونو کسان مړه او ژوبلیږي.