پاکستان کښې په دوو پيښو کښې ۳۱ تنه وژل شوي دي
په شمالي وزیرستان کښې د بم په چاودنه کښې ۱۱ کارګران نن مړه شوي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د شمالي وزیرستان په میرکوټ سیمه کښې د بم چاودنې له امله چې د کارګرانو په ګاډي شوې ده، ۱۱ تنه مړه شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې په چاودنه کښې ۱۱ تنه مړه شوي، ۳ زخمي شوي او ۲ نور بې درکه شوي دي.
امنیتي سرچینو وویل چې د دغې چاودنې اصلي هدف د پوځي ځواکونو قافله وه کومه چې له چاودنې څو دقیقې مخکښې له دغه ځایه تیره شوې وه.
په شمالي وزیرستان کښې د شوې دغې چاودنې پړه لا چا نه ده منلې.
له بلې خوا له پنډي بټیا سره نزدې په فیصل آباد موټروی باندې د یوې پک اپې او مسافري بس ترمینځ ټکر شوی چې له امله یې ګاډو اور اخیستی او څه باندې ۲۰ تنه په کښې مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.
د ژغورنې ټیم ویلي چې دغه بس له کراچۍ نه اسلام آباد ته روان و چې له ډیزلو ډکې پک اپې سره جنګیدلی دی.
په دغه بس کښې څلویښت مسافر سواره وو.
پولیسو تاییده کړې چې په دې پیښه کښې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰ تنه مړه شوي دي.