د پاکستان له لارې دچین او افغانستان تجارتي ټرانزیټ پيل شو
چین یو هغه هیواد دی چې د ۲۰۲۱کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدا وروسته ئې له دغه حکومت سره خپلې اړیکې زیاتې کړي دي .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی، د چین او افغانستان ترمینځ ټرانزیټي تجارت د پاکستان په شمالي سیمو کې د ګلکت بلتستان سیمې خنجراب سترې لارې په وسیله چې له چین سره همپوله سیمه ده ، پیل شوی اوا د چین لومړنی تجارتي جوپه له دغې سترې لارې افغانستان ته لیږدل شوې ده.
په ګلکت بلتستان سیمې کې له دغې لارې د ټرانزیټي تجارت د مخ کتنې دستورې د پاکستانیو چارواکو په شتون سره ترسره شوې.
د پاکستان د سرحدي ګمرک د ټيکدارانو د ټولنې مشر ضیاءالحق سرحدي په دې زمینې کې ووئیل،دغه تجارتي لاره نه یوازې د سیمې په سویه د تجارت د اندازې د زیاتیدا لامل کیږي، بلکې له تجارت ، د شیانو له ټرانسپورټیشن ،ټرانزیټ او ګمرک سره داړونده کسانو لپاره ډير زیات معیشتي فرصتونه رامینځةکوي.
چیني مسئولانو هم وئیلي دي دمګړئ د افغانستان محصولات پاکستان ته وړل کیږي او له هغه ځایه د پاکستانت په مارک سره چین ته واریدیږي.