د کډوالو په موضوع کې دې ملګری ملتونه لټي نه کوي
په پاکستان کې د افغانستان سفیر وائي ، ملګري ملتونه له دغه سفارت سره د افغان پناه غواړو په چارو کې ملګرتیا نه کوي.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د نیولو،،یا ویستلو موضوع او ورسره بد چلند کول د دواړو هیوادونو په اړیکو کې په یوه چیلنج بدل شوي دي . په افغانستان کې د نیواکګرۍ او جنګ جګړو څه دپاسه څلورو لسیزو ترینګلتیاوې ، د میلیونونو افغانانو د کډه په سر کیدا لامل شوی دي ،د کلتوری مشترکاتو او او ګاونډيتوب په دلیل څه دپاسه نیم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار شکیب احمد پرون په اسلام اباد کې ووئيل،د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو لوړه کمیشنرۍ دافغان پناه غواړو دمشکلاتو په حل کې هیڅ مرسته نه کوي. باید دوي دې خپله دنده وپيژني او د کډوالوپه چارو کې دې ورسره مرسته وکړي. هغه ووئيل، کله له دوي د پناه غواړو دمسئلو به باب ورڅخه مرسته غواړو، نو له مونږ سره هیڅ ملګرتیا او غږملتیا نه لري، دوي نه په رسمي توګه له مونږ سره تماس لري او نه هم دمونږ پوښتنو ته ځواب راکوي. په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر په دې خبرې په ټینګار سره چې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو مشکلات ډير زیات شوی دي ،د ملګروملتو دپناه غواړو دادارې ،پاکستانیو چارواکو سره ئې د درې اړخیزې ناستې د ترسره کیدا غوښته وکړه.
داپه داسې حال کې دي چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ دتاؤتریخوالي له زیاتیدا سره په یووخت ، دپاکستان حکومت دافغان کډوالو نیولو اوویستلو بهیر چټک کړ ی دی او د راپورونو په اساس پّ ډيرو موردونو کې ددیره کیدا قانوني مدرکونو لرونکي کډوال هم په نیول شوو کسانو کې لیدل کیږي.