په پاکستان کې د ګیسو بیّه تر بې مخینې سوئې لوړه شوه
د پاکستان د حکومت د فیصلې په اساس د مصرفونکو لپاره د ګیسو دبیّو پر زیاتولو سربیره به د ګیسو په بیلونو کې له دوو زرو ترڅلورو زرو پورې اضافی مالیات هم اعمال شي.
د پاکستان حکومت د ژمي د رارسیدا په درشل کې په دغه هیواد کې د ګیسو بیّې یو سل څلورنوي فیصده زیاتې کړي دي چې تردې دمه ئې هیڅ مخینه نه ده درلودلې .
ډان نیوزخبری سایټ راپور ورکړیو د پاکستان حکومت د اقتصادي غږملونکي کمیټې په دغه هیواد کې د راتلونکو څو میاشتو لپاره د ګیسو بیّې ۱۹۴فیصدو پورې له لوړولو سره موافقه کړې ده .
د خبری سرچینو په وینا د ګیسو بیّې به د کورونو او صنعتي مصرفونکو لپاره د نومبر له لومړۍ نیټې څخه زیاتې شي او د لګښتونو د مصرف په انازې سره به اضافی مالیات هم اعمال شي.د پاکستان د حکومت د فیصلې په اساس د مصرفونکو لپاره د ګیسو دبیّو پر زیاتولو سربیره به د ګیسو په بیلونو کې له دوو زرو ترڅلورو زرو پورې اضافی مالیات هم اعمال شي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت ددغه هیواد دطبیعي یسو د زیرو له پنځو تر اوو فیصدو پورې د کمیدا په باب د تیلو د برخې اټکلونه په ژمي کې د ګیسو د بیّو د زیاتیدا علت ګڼي ، ځیني کراپيژاندي باؤري دي چې د اسلام اباد د حکومت دغه اقدام د آئي ایم ایف په غوښتنې سره د پاکستان پر مالی وزارت تپل شوی دی.