بل پړاو کې اسناد لرونکي افغان کډوال به هم وباسو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141340-بل_پړاو_کې_اسناد_لرونکي_افغان_کډوال_به_هم_وباسو
په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، پاکستاني چارواکي وايي له دې پروسې سمدستي وروسته به د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي.
(last modified 2023-11-10T23:49:47+00:00 )
Nov 11, 2023 04:17 Asia/Kabul
  • بل پړاو کې اسناد لرونکي افغان کډوال به هم وباسو

په داسې حال کې چې له پاکستانه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده، پاکستاني چارواکي وايي له دې پروسې سمدستي وروسته به د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تېره ورځ په کراچۍ کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د کډوالو د ایستلو اوسنۍ لړۍ به په راتلونکو ورځو کې لا پسې چټکه شي او د راتلونکې کال د فبرورۍ په میاشت کې له عمومي ټاکنو وروسته به هم دغه پروسه روانه وي. هغه زیاته کړه چې تراوسه په بلوچسان ایالت کې د نږدې یو لک کسانو جعلي شناختي کارټونه بلاک شوي دي، چې ۹۲ سلنه یې افغانانو جوړ کړي وو.

جان اڅکزی همدارنګه یادونه وکړه چي د بې اسناده کډوالو د ایستلو له بهیره وروسته د قانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیلیږي.

 پاکستان د روانې نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته له پاکستانه د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.