پاکستان له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141368-پاکستان_له_افغانستان_سره_دوستانه_اړیکې_غواړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له کابل سره د ارتباطي چینل په لرلو کې د اسلام اباد پر لېوالتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2023-11-11T05:29:26+00:00 )
Nov 11, 2023 09:50 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له کابل سره د ارتباطي چینل په لرلو کې د اسلام اباد پر لېوالتیا ټینګار وکړ.

له کابل سره د اسلام اباد اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې پاکستان له هغه هېواده د بې اسنادو کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه.

شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال له کلونو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، چې له دې ډلې شاوخوا ۱.۴ میلیونه یې له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغان طالبانو حکومت د تحریک طالبان په نوم د یوې ډلې پر سر له یو بل سره اختلاف لري.

پاکستان افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی، خو دا ادعا د افغان طالبانو له لورې په وار، وار رد شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دوه اړخیزو اړیکو کې د شکونو سره سره، پاکستان له افغانستان سره د اړیکو چینل ساتلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه چې دغه هېواد د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د مثبتو اړیکو د ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.

زهرا بلوچ زیاته کړه، د پاکستان بهرنۍ تګلاره باثباته ده او موږ له  ګاونډي افغانستان سره دوستانه اړیکې غواړو.