د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلی اعظم خان ومړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141386-د_خېبر_پښتونخوا_لنډمهاله_وزیراعلی_اعظم_خان_ومړ
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان له ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
(last modified 2023-11-11T08:18:29+00:00 )
Nov 11, 2023 12:45 Asia/Kabul
  • د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلی اعظم خان ومړ

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان له ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد اعظم خان له ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

خان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی په توګه لوړه کړې وه.

اعظم خان د پخواني لومړي وزیر ناصر الملک په سرپرسته کابینه کې د کورنیو چارو، د پلازمېنې ادارې او پراختیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه د اکتوبر ۲۰۰۷ څخه د ۲۰۰۸ کال تر اپریل میاشتې پورې د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی شمس الملک په کابینه کې د مالیې، پلان او پراختیا صوبايي وزیر هم پاتې شوی او په وفاقي او صوبايي حکومتونو کې یې په مهمو څوکیو کار کړی و.