له پاکستان ۳۲۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141580-له_پاکستان_۳۲۷_زره_کسان_افغانستان_ته_ستانه_شوي_دي
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر لیکلي، چې له پاکستان افغانستان ته د ورتلونکو کډوالو او کډوالو سره د چلند لپاره اضافي او عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2023-11-15T04:10:20+00:00 )
Nov 15, 2023 08:38 Asia/Kabul
  • له پاکستان ۳۲۷ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر لیکلي، چې له پاکستان افغانستان ته د ورتلونکو کډوالو او کډوالو سره د چلند لپاره اضافي او عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی چې د سپټمبر له نیمايي راهیسې له پاکستانه ۳۲۷۴۰۰ غیرقانوني کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په یوه ویډیو کې چې د اوچا لخوا خپره شوې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) د بشري چارو مرستیال ډینیل اندریس وايي: "نن زه په تورخم کې له پاکستان سره په پوله کې یم او ګورم چې زرګونه افغانان له پاکستانه شوي دي.

ښاغلی اندریس وايي دا مهمه ده چې مونږ لومړی بیړنۍ حل لارې ولټوو او راستنیدونکو ته نغدي مرستې، خواړه او اوبه برابر کړو.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر لیکلي، چې له پاکستان افغانستان ته د ورتلونکو کډوالو او کډوالو سره د چلند لپاره اضافي او عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري.

 له بلی خوا د پاکستان  د موقته حکومت دکورنیو چارو زویر  ټينګار وکړ، چې اسلام اباد هغو افغان کډوالو د ویستلو هیڅ پروګرام نه لری چې قانوني مدرکونه لري.

دپاکستان د کورنیو چارو زویر سرفراز بګټي  دافغانستان له کډوالو سره ددغه هیواد امنیتی مامورانو دبد چلنۍ په باب دځينو ر اپورونو په ردولو سره  وويل، د پروپيګنډو په خلاف  هغه افغان کډوال چې  دکډوالۍ کارډونه لري ، له پاکستانه نه ویستل کیږی .