د پاکستان پوځ: خیبر پښتونخوا کې مو ‍‍۱۱ وسله وال مخالفین وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141656-د_پاکستان_پوځ_خیبر_پښتونخوا_کې_مو_۱۱_وسله_وال_مخالفین_وژلي
د پاکستان د پوځ چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال یې د دوو قوماندانانو په ګډون ‍۱۱ وسله وال مخالفین وژلي دي.
(last modified 2023-11-16T07:27:21+00:00 )
Nov 16, 2023 11:56 Asia/Kabul
  • د پاکستان پوځ: خیبر پښتونخوا کې مو ‍‍۱۱ وسله وال مخالفین وژلي

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال یې د دوو قوماندانانو په ګډون ‍۱۱ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې یې د عملیاتو پر مهال یې د دوو قوماندانانو په ګډون ‍۱۱ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر نن (پنجشنبه) اعلان وکړ چې دغه ۱۱ ترهګر یې د خیبر پښتونخوا صوبې په ټانک او پیښور سیمو کې د عملیاتو پر مهال وژلي چې دوه تنه په کې مهم قوماندانان هم شامل دي.

د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د ترهګرو پر ضد د پاکستان د امنیتي ځواکونو عملیات په داسې حال کې زور اخلي چې اسلام اباد د افغان طالبانو حکومت د دواړو هېوادونو په پولو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په لږو اقداماتو او په ځانګړې توګه د دوی د حضور په وړاندې په نرمۍ تورن کړی دی، خو د افغانستان حکومت وسله والو طالبانو د پاکستاني لوري دا ادعا رد کړې او په افغانستان کې یې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو شتون رد کړی دی.