پاکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر پور منظور شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141718-پاکستان_ته_۲۵۰_میلیونه_ډالر_پور_منظور_شو
د اسیا پراختیايي بانک د پاکستان هېواد لپاره دوه سوه پنځوس میلیونه ډالره پور منظور کړی
(last modified 2023-11-17T22:25:26+00:00 )
Nov 18, 2023 02:50 Asia/Kabul
  • پاکستان ته ۲۵۰ میلیونه ډالر پور منظور شو

د اسیا پراختیايي بانک د پاکستان هېواد لپاره دوه سوه پنځوس میلیونه ډالره پور منظور کړی

د اسیا پراختیايي بانک د پاکستان هېواد لپاره دوه سوه پنځوس میلیونه ډالره پور منظور کړی

د دغه بانک لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پیسې به د پنجاب او خیبر پښتونخوا په صوبو کې د برېشنا د پراختیا په برخه کې مصرف شي.

د خبر پاڼې له مخې؛ دا پیسې چې د یوې پروژې له لارې مصرفېږي، د برېښنا ملي شبکې لېږد به ور سره پیاوړی شي او هم به ور سره د برېښنا شارټي یا پرې کېدل کم شي.

پاکستان د برېښنا او نورې انرژۍ له کمښت سره مخ دی چې له امله یې په دغه هېواد کې ډېرې کارخانې له کاره لوېدلې دي.