د افغانستان ګاونډیان د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې کوشش کوي
آصف علی دراني چې په همداوروستیو کې له افغانستان سره پهاړیکو دتاؤتریخوالو دختمولو په موخې سره دوه ځله کابل ته په سفر تللی ؤ ، اوس د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندلو لپاره د روسیې او دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو په یووخت د ګامونو پورته کولو مدعي شوی دی.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان په داخل کې له فساد سره د په مقابلې کې د طالبانو د حکومت ځینو اقداماتو او ددغه هیواد په داخل کې د نشه ایزو موادو د تولید د کمیدا او د امنیت د ښه کیدا کې د حکومت د ځينو مثبتو اقداماتو په منلو سره مدعي شوی چې پر روسیې سربیره د افغانستان ګاونډیان په یووخت د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې پسې دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،آصف علی دراني چې په همداوروستیو کې له افغانستان سره پهاړیکو د تاؤتریخوالو دختمولو په موخې سره دوه ځله کابل ته په سفر تللی ؤ،اوس د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندلو لپاره د روسیې او دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو په یووخت د ګامونو پورته کولو مدعي شوی دی.
هغه د مرګله۲۳ دخبرواترو په ټولنې کې پخپلې وینا کې چې پرون په اسلام آباد کې ترسره شوي ،د ترهه ګرۍ له چیلنج سره د مقابلې لپاره ئې د یوه اړم په توګه د طالبانو دپه رسمیت پيژندنې لپاره د پاکستان په وړاندې هر ډول ټاکنه رد کړې او وئيلي ئې دي،د افغانستان ګاونډیان له روسیې سره یو ځاي،د یوه تفاهم په اساس د افغانستان د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې ساتلي دي،او د خاصو شرائطو د پوره کیدا په بڼه کې،په یوځاي به د طالبانو رژيم په رسمیّت وپيژني.
آصف دراني چې په همداووروستیو کې ئې په یوې مرکې کې د افغانستان طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي په نامې سره د هغې غیر قانوني ترهه ګرې ډلګۍ څهه په ملاتړ او پيوستون چې د اسلام اباد د حکومت له خوا یوه ترهه ګره ډله ګڼل کیږي، تورن کړی دی، ووئيل،سیمه ایز پراختیائي کړچار د افغانستان د بحران ځپلي هیواد داقتصاد له ساتنې سره مرسته کړې ده. هغه ووئيل، د افغانستان په نزدو ګاونډیانو او هم په روسیې کې دا تفاهم شته چې د طالبانو رژيم په یو اړخیز ډول نه،بلکې په یووخت په رسمیّت وپيژني . ددغو هیوادونو سیمه ایزې اجماع دغه هیوادونه ددې جوګه کړي دي څو د افغانستنا موقته حکومت سره دوه اړخیز تجارت ، داسعارو مبادله او دشیانو په بدل کې د شیانو مبادله لاسلیک کړي چې ددغه کړچار دنه غوره کولو په بڼه کې احتمالا له افغانستانه لس میلیون بې وځلئ ټکولي خلک تښتیدلي او پاکستان ته ئې پناه وړې ده .
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازي دغه راز ووئيل، دا یوازې پاکستان نه دی چې د طالبانو له حکومته تمه لري،په افغانستان کې د انجونو د زده کړو د حق او دمیرمنو کارکسبونو ممنوعیّت لغوه کړي، طالبان وائي چې یوه اسلامی روده ده خو دا یوه یوه قبیله وی او کلتوري روده کیدلی شي خو هیڅکله هم اسلامی روده نه ده .