د افغانستان طالبان باید له ترهګرو سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141820-د_افغانستان_طالبان_باید_له_ترهګرو_سره_مقابله_وکړي
د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ یوځل بیا په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د شتون د ادعا په تکرارولو سره وویل د افغانستان طالبان یا په خپله له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره مقابله وکړي یا هغوې پاکستان ته وروسپاري.
(last modified 2023-11-19T20:35:46+00:00 )
Nov 20, 2023 00:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان باید له ترهګرو سره مقابله وکړي

د پاکستان لومړي وزیر انور الحق کاکړ یوځل بیا په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د شتون د ادعا په تکرارولو سره وویل د افغانستان طالبان یا په خپله له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره مقابله وکړي یا هغوې پاکستان ته وروسپاري.

انور الحق کاکړ پرون له «جیونیوز» ټیلي ویژن سره په مرکه کښې وویل د افغانستان د طالبانو حکومت باید فیصله وکړي یا تحریک طالبان پاکستان ډله اسلام اباد ته وروسپاري یا په خپله ورسره مقابله وکړي.

د پاکستان موقته لومړي وزیر انور الحق کاکړ ټینګار وکړ په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونه اندازه د  مرکزي اسیا د هیوادونو په پرتله  په لومړي لمبر کښې راځي.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د چارواکو تل په خپل هیواد کښې د خارجي ډلو شتون رد کړی دی.

تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله د حکومت تر ټولو مهمه مخالفه ډله ده او په هیواد کښې  اکثره ترهګرې حملې همدغه ډلې کړي دي.

اسلام اباد د افغانستان طالبانو ډله د تحریک طالبان پاکستان  ډلې غړیو ته په پناه ورکولو او په ملاتړ کولو تورنوي داسې ادعا چې د افغانستان طالبانو هغه په ځلونو رد کړي ده.