د پاکستان حکومت د افغانستان طالبان یو ځل بیا وګواښل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i141922
د پاکستان یوه حکومتي چارواکي په دې ادعا سره چې که افغان طالبان په افغانستان کې ددیره تحریک طالبان پاکستان روزنیز کیمپونه او مرکزونه له مینځه یونسي او ورسره سخت چلند و نه کړي،نو اسلام اباد په دهغوی په پټنځایونو بمباري وکړي
(last modified 2023-11-22T02:11:44+00:00 )
Nov 22, 2023 06:37 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت د افغانستان طالبان  یو ځل بیا وګواښل

د پاکستان یوه حکومتي چارواکي په دې ادعا سره چې که افغان طالبان په افغانستان کې ددیره تحریک طالبان پاکستان روزنیز کیمپونه او مرکزونه له مینځه یونسي او ورسره سخت چلند و نه کړي،نو اسلام اباد په دهغوی په پټنځایونو بمباري وکړي

د پاکستان حکومت تل د افغانستان طالبان ددغه هیواد په خاورې کې دټي ټي پي ترهه ګرو ته په پناه ورکولو تورن کړي او مدعی شوی چې تحریک طالبان پاکستان خپلې ح ملې له افغانستانه پلانوي.داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان واکمن طالب حکومت تل دغه تورونه رد کړي  او وئيلي ئې دي چې  دپاکستان  حکومت دې د خپل هیواد مشکل پخپل هیواد کې حل کړي او تورونه دې پر نورو نه لګوي.

 دپاکستان د بلوچستان  صوبې د اطلاع رسونې  وزیر جان اڅکزئ په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،د افغانستان واکمن طالبان د ټي ټي پی جګړه مارو په وسیله له خپلې خاورې د ترهه ګرو  حملو د مخنیوي په ځاي دوي ته پټنځایونه او پرمختللي وسلې ورکوي.

هغه په دوام کې وئیلي دي،پاکستان له خپلو غوښتنو د افغانستان طالب چارواکي خبر کړي دی او په  کرتو ئې په ډاګه وئیلي چې  له هرډول ترینګلتیاؤ سره مخالف دي . 

ډان نیوز خبری سایټ راپور ورکړ،جان اڅکزي دغه راز وئیلبي دي،د مونږ لپاره جنایتکار او دهغو سهولت کار یو شان دي او مونږ پوهیږو چې ترهه ګرۍ ته  څرنګه ځواب ووایو. هغه همداراز مدعي شوی چې دا یو واقعیّت دی چې تي ټي پي  ته وسلې ورکړل شوي او د افغانستان د ټيټې سوئې قوماندانان هم دهغوي ترڅنګ  دي.

له دې مخکې د پاکستان موقته لومړي وزیر انوار الحق کاکړ هم وئيلی وو،د افغانستان طالبان باید  دا فیصله وکړي چې د ټي ټي پي ترهه ګر مونږ ته راسپاري یا دا چې پخپله دوي  دهغوي په ضد لاس په کار شي.