د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدي تجارت بیرته پیل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142024-د_افغانستان_او_پاکستان_ترمینځ_سرحدي_تجارت_بیرته_پیل_شو
د افغانستان او پاکستان د تجارت بهیر په اسلام اباد کې د ویزې د نوي قانون له ځنډیدا وروسته بیرته عادي حالت ته وګرځيد.
(last modified 2023-11-23T21:01:26+00:00 )
Nov 24, 2023 01:28 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدي تجارت بیرته پیل شو

د افغانستان او پاکستان د تجارت بهیر په اسلام اباد کې د ویزې د نوي قانون له ځنډیدا وروسته بیرته عادي حالت ته وګرځيد.

په وروستیو میاشتو کې کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)  په نامې سره له ترهه ګرې ډلې  د افغانستان د طالبانو دحکومت دملاتړ په باب د پاکستان دادعا پشمول  دامنیتی مسئلو په سر د  اسلام اباد او کابل ترمینځ دتاؤتریخوالي په زیاتیدا سره  اسلام اباد په کرتو  ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي سترې لارې تړلي او ترینګلتیاوې ئې رامینځةکړي دي .  دتورخم ستره سرحدي لاره  هم له تیرو څو و ختونو راهسې تړل شوې ده  البته بیرته پرانیستل شوې ده.

تسنیم  خبری آژانس راپور ورکړ،  دافغانستان او پاکستان رسندویو پرون  ددواړو هیوادونو د چارواکو  له قوله  وئيلي دي،  ددواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت بهیر  له وروستیو ترینګلتیاؤ پسې  او په اسلام اباد کې د ویزې د نوي قانون له ځنډيدا وروسته بیرته عادي حالت ته ګرځيدلی دی .

په ننګرهار کې د طالبانو د والي  ددفتر مطبوعاتي برخې  هم وئيلي دي،   په دې باب د افغان او پاکستانیو  چارواکو ترمینځ خبرې شوي دي  او ډاډ ترلاسه شوی دی چې دغه مشکل به  د  همیشه لپاره حل شي. 

له دې مخکې د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ؤ د پاکستان د حکومت له خوا د ګاډو دډرائيورانو لپاره د ویزې   په لازموالي سره  په تورخم سترې سرحدي لارې کې د تجارتي   شیانو بار ګاډو تګ راتګ دریدلی ؤ

وئيل کیږي چې د پاکستان حکومت د راتلونکو دوو اونیو لپاره  د افغان  تاجرانو او ډرائيورانو لپاره د ویزې دنوي  قوانینو اجرا ځنډولې ده د پاکستان دقانون په اساس یوازې هغه افغانان  چې ویزه ولري  ،دغه هیواد ته  و اریدیدلی شي.