د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدي تجارت بیرته پیل شو
د افغانستان او پاکستان د تجارت بهیر په اسلام اباد کې د ویزې د نوي قانون له ځنډیدا وروسته بیرته عادي حالت ته وګرځيد.
په وروستیو میاشتو کې کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په نامې سره له ترهه ګرې ډلې د افغانستان د طالبانو دحکومت دملاتړ په باب د پاکستان دادعا پشمول دامنیتی مسئلو په سر د اسلام اباد او کابل ترمینځ دتاؤتریخوالي په زیاتیدا سره اسلام اباد په کرتو ددواړو هیوادونو ترمینځ سرحدي سترې لارې تړلي او ترینګلتیاوې ئې رامینځةکړي دي . دتورخم ستره سرحدي لاره هم له تیرو څو و ختونو راهسې تړل شوې ده البته بیرته پرانیستل شوې ده.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان او پاکستان رسندویو پرون ددواړو هیوادونو د چارواکو له قوله وئيلي دي، ددواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت بهیر له وروستیو ترینګلتیاؤ پسې او په اسلام اباد کې د ویزې د نوي قانون له ځنډيدا وروسته بیرته عادي حالت ته ګرځيدلی دی .
په ننګرهار کې د طالبانو د والي ددفتر مطبوعاتي برخې هم وئيلي دي، په دې باب د افغان او پاکستانیو چارواکو ترمینځ خبرې شوي دي او ډاډ ترلاسه شوی دی چې دغه مشکل به د همیشه لپاره حل شي.
له دې مخکې د پاکستان رسندویو راپور ورکړی ؤ د پاکستان د حکومت له خوا د ګاډو دډرائيورانو لپاره د ویزې په لازموالي سره په تورخم سترې سرحدي لارې کې د تجارتي شیانو بار ګاډو تګ راتګ دریدلی ؤ
وئيل کیږي چې د پاکستان حکومت د راتلونکو دوو اونیو لپاره د افغان تاجرانو او ډرائيورانو لپاره د ویزې دنوي قوانینو اجرا ځنډولې ده د پاکستان دقانون په اساس یوازې هغه افغانان چې ویزه ولري ،دغه هیواد ته و اریدیدلی شي.