Nov 25, 2023 16:03 Asia/Kabul
  • د اکو ظرفیَتونو ته د پاکستان کتنه او دسیمه ایز ارتباط لپاره د ایران لار

د پاکستان موقتي لومړي وزیر انوار الحق کاکړد ایران له لارې  د سیمه ایز ارتباط لپاره  د اکو اقتصادي موسیسې  له ظرفیّتونو څخه  پر استفادې ټينګار وکړ.


 اکو اقتصادي موسیسه په ۱۹۸۵ کال کې د پاکستان،ایران او ترکیې له خوا د غړو هیوادونو ترمینځ د کلتوري،تخنیکي او اقتصادي ملګرتیاؤ د پرمخ بیولو په موخې سره تاسیس شوه ،البته غړي ئې نوره هم زر زیات شول او افغانستان ،آذربایجان جمهوریت،قزاقستان،قرقزستان، تاجیکستان،ترکمنستان او ازبکستان هم دغې موسیسې ته ورزیات شول او اوس اکو موسیسه  لس غړي لري.

په عین حال کې دغه موسیسې دخپلو ظرفیَتونو په تناسب سره عمل نه دی کړی،له دې امله د اکو موسیسې له ظرفیّتونو او د ایران د اسلامی جمهوریت له مواصلاتي لاروڅخه د استفادې په باب د پاکستان د لومړي وزیر  څرګندونې  د لافعالولو لپاره هیلې زیاتوي. له دې امله د  انوار الحق کاکړ  په اسلام اباد کې  د تجارتي اورګانونو د مسئولانو او تجارتي فعالیانو او اقتصادانانو  په غونډې کې  په دې باب څرګندونې ،چې پاکستان د سیمه ایز ارتباطاتو د پراختیا لپاره د اکو پر توانمنیو ځانګړی تمرکز لري،ډيرمهمې دي،د کاکړصیب په وینا، اسلام اباد، مینځنۍ آسیا ته د لاس رسي لپاره د کویټه – تفتان ریل پټلۍ  نوي کول او د ایران د اسلامی جمهوریت له لارې  استفاده  په ایجنډا کې شامله کړې ده . 

د پاکستان او سیمې د چارو یو کارپوه  منصور احمد خان په دې باب وائي،په اوسنیو شرائطو کې  نړیوالې لارې او کریډرونه او مواصلاتي سړکونه  په نړیوالو ملګرتیاؤ کې ټاکونکی رول لري.له دې امله د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ارتباطي لارو د بیا رغونې لپاره د پاکستان دریځ له ډير اهمیّته برخمن دی،ځکه د اکو موسیسې یوترټولو مهم ظرفیّت،هغه ارتباطي لارې دي چې  د ارتباطاتو په نړۍ کې  ئې  ډير اهمیّت موندلی دی.

د انوارالحق کاکړ په وینا،د اکواقتصادي ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو له ظرفیّتونو څخه استفاده،د هوائي،ریلي او ټرانزیټي لارو او کریډرونو پراختیا او د آزاد تجارت د موافقې لاسلیک کیدا د پاکستان د حکومت د ایجنډا په سر کې  ده.  دا موضوع هاله لازیات اهمیّت پيدا کوي،چې د اسلام حکومت په جدي توګه د  هغو د عملیاتي کولو لپاره  ګامونه  پورته کړي ، ځکه  د پاکستان واکوالان زیاتره  ددغه هیواد د ټولنې له شرائطو سره په تناسب کې  دریځونه غوره کوي او په عمل کې  جدی اقدام نه کوي. په دې لړ کې  پاکستان ته د ایران د ګیسو د پایپ لاین یا هماغه د سولې پایپ لاین  پروژې ته اشاره کولی شو چې څو لسیزې کیږي،د پاکستان د واکوالانو له شعارډوله  څرګندونو سره سره  هماغه شان نیمګړي پاتې ده.

د سیاسی  چارو یو بل کارپوه اکرم عارفي  هم په دې پاب وائي ، پاکستان، ایران  او ترکیه هیوادونه  د  اکو موسیسې د تاسیس کونکو  په توګه  د  خپلو اړیکو د پراختیا لپاره له ډيرو ظرفیّتونو برخمن دي .چې په دې مینځومیان  کې  د ایران اسلامی جمهوریت، مینځنۍ آسیا او قفقاز  او اروپا ته د واریدیدا  د څلور لارې  او دروازې په توګه   دی ،خو تر اوسه پورې  له دغو ظرفیتونو استفاده نه ده شوې. په عین حال کې که څه هم داسې ښکاري  پاکستان په دې باب کلک هوډ لري.

په هرحال  اکو موسیسه ،تر ټولو پخوانۍ سیمه ایزې  موسیسې د ملګرتیا او  ارتباطي کړۍ په توګه په لویدیځي  او جنوبي آسیا سیمې کې  د مناسباتو له پراختیاسره مرسته کولی شي. د کویټه – تفتان  ریل پټلۍ مواصلاتي لارې ته د  پاکستان توجه ،   مواصلاتي لارو او کریډورونو ته د سیمه ایزو او نړیوالو توجهاتو  څخه د اسلام اباد د درک ښودنه کوي او بې شکه  د ایران اسلامی جمهوریّت  د نړیوال ارتباط د څلور لاري په توګه  د سمندري او ریلي   او ټرانزیټي  لارو پشمول  د سړکو  له ډیرو ارتباطي  ظرفیّتونو څخه  برخمن دی چې په آسانۍ سره د پاکستان بازارونه له نړیوالو بازارونو سره ګڼدلی شي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې په جنوبی قفقاز کې د نفوذ د پراختیا لپاره  له خپل دودیز سیال هند سره ډيرې زیاتې سیالۍ تعقیبوي  او  د ایران اسلامی جمهوریت  هغو ارتباطي لارو ته په پام سره چې  له دغې حوزې سره ئې لري،  قطعا  په دې باب د پاکستان لپاره یوه مناسبه  ارتباطي لاره کیدلی شي، ځکه  د پاکستان  په اقتصاد کې د هرډول خوځښت  رامینځةکول ، سیمه ایزو بازارونو ته د لنډ ، امنه او ارزان لاس رسي ته اړتیا لري.  

 

ټیګونه