د ایران او پاکستان د سوداګريزو اړیکو پراختیا ضروري ده
په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د امریکې له بندیزونو سره سره، د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، رضا امیري مقدم د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کې پوځي کالج ته په ورتګ سره د پاکستان د وسله والو ځواکونو د محصلینو په شتون کې وویل: د امریکې یواړخیز او غیرقانوني بندیزونه د نړیوالو قوانینو له مخې بې اعتباره دي او د دغې کارړنګونې سره سره، ډېر هېوادونه له ایران سره تجارت کوي. په دې وجه یواړخیز بندیزونه باید له اسلام آباد سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو مخه ونه نیسي.
د پاکستان لپاره د ایران سفیر زیاته کړه: د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د ایران او پاکستان د لوړپوړو چارواکو د پرله پسې لیدوکتو، د ټرانسپورټي ارتباطاتو، د بانکي لاروچارو د اجرا او د تجارت او صادراتو او وارداتو د روان سازۍ له لارې د اړتیاوړ متقابلو شیانو د تامین په ګډون څو بنیادي عناصر ضروري دي.
هغه همداشان وویل: په سرحدي سیمو کې ناامني او د ترهګرو ډلو فعالیت، د نشه يي توکو او د انسان قاچاق هم نورې ننګونې دي.
د ویلو ده چې د ایران او پاکستان اړیکې ډېرې لرغونې دي او په دې وروستیو کلونو کې یې په مختلفو برخو کې ډېره وده کړې ده.