پاکستان او کویټ د همکارۍ اووه تړونونه لاسلیک کړل
کویټ ته د پاکستان د لومړي وزیر او د پوځ مشر د سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پاکستان کې د کویټ د پانګونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ اووه تړونونه لاسلیک شول.
د پاکستان او کویټ تر منځ د همکارۍ اوو تړونونو لاسلیک به په پاکستان کې د انرژۍ، کانونو، د څښاک د اوبو رسولو، کرنې، د خوړو خوندیتوب او ټیکنالوژۍ په برخو کې د عرب هېواد د څو میلیارد ډالرو پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پاکستان د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ؛ د کویټ له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې او د خبرو د نهايي کولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی دی.
نوموړي تر دې مهاله د کویټ د وليعهد، لومړي وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو له وزیرانو سره لیده کاته کړي.
د دغه لیدنو پر مهال د کویټ او پاکستان هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا او سیمه ایزو پرمختګونو خبرې اترې شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر له کویټ سره د همکاریو د تړونونو لاسلیکول؛ په پاکستان کې د پانګونې د اسانتیا د ځانګړې شورا SIFC) ) د لاسته راوړنو یو بل مهم ګام بللی.