پاکستانيان دفلسطيني ملت په ملاتړکی خپلو مظاهروته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142602-پاکستانيان_دفلسطيني_ملت_په_ملاتړکی_خپلو_مظاهروته_دوام_ورکوي
د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری د مظاهرې د مرکزی ویناوال په توګه وویل: اسرائیل یو غیرقانونی او جعلی رژیم دی او مونږ به هیڅکله له صهیونیسټانو سره د جوړجاړی دسیسې او حل لارې ته غاړه کینږدو.
(last modified 2023-12-04T07:50:33+00:00 )
Dec 04, 2023 07:49 Asia/Kabul
  • پاکستانيان دفلسطيني ملت په ملاتړکی خپلو مظاهروته دوام ورکوي

د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری د مظاهرې د مرکزی ویناوال په توګه وویل: اسرائیل یو غیرقانونی او جعلی رژیم دی او مونږ به هیڅکله له صهیونیسټانو سره د جوړجاړی دسیسې او حل لارې ته غاړه کینږدو.

 

د پاکستان مسلمانانو یو ځل بیا په غزه کښې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو په خلاف مظاهرې وکړې او په دغه مظاهرو کښې د پاکستان خلکو د فلسطین له خلکو سره د پیوستون په اعلانولو او په غزه کښې د دایمی اوربند غوښتنه وکړه او د امریکا او د اسراییلو د نیواکګر رژیم بیرغونه یې وسوځول.

د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان   د مسلمانانو د فلسطین د مقاومت د محور د پلویانو پاڅون د اتمې اونۍ لپاره هم دوام لری او په همدې لړ کښې د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په کچه پخه سیمه  کښې د صهیونیسټی رژیم او امریکا پر ضد مظاهرې وشوې.

دغه لاریون د پاکستان وحدت مسلمین ګوند له خوا تنظیم شوی و او د سیاسي فعالانو، مذهبي شخصیتونو او عالمانو په ګډون د ژوند له بېلابېلو څانګو زرګونه کسانو ګډون کړی و او ګډونوالو مرګ پر اسرائیل او مرګ پر امریکا نارې وهلې.

د پاکستان د وحدت مسلمین ګوند مشر علامه ناصر عباس جعفری د مظاهرې د مرکزی ویناوال په توګه وویل: اسرائیل یو غیرقانونی او جعلی رژیم دی او مونږ به هیڅکله له صهیونیسټانو سره د جوړجاړی دسیسې او حل لارې ته غاړه کینږدو.

هغه زیاته کړه: په وروستیوکښې د امریکا په شمول د اسرائیلو او د هغوی جنایتکاره ملاتړې له ناکامۍ او دسیسو پرته بل څه نه دی او د فلسطینیانو عملیاتو د صهیونیسټانو او د هغوی د ملاتړو تسلط مات کړ.

د غزې د روغتیا د وزارت ویاند "اشرف القدره" اعلان وکړ چې د جمعې له ورځې راهیسې په غزې باندې د صهیونیسټانو د تیریو له پیله تراوسه ۱۹۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۶۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د صهیونیسټ رژیم د تیریو د قربانیانو ۷۰ فیصده ماشومان او ښځې دي.