په پېښور کې چاودنه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142656-په_پېښور_کې_چاودنه_شوې_ده
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې بم چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
(last modified 2023-12-05T08:06:44+00:00 )
Dec 05, 2023 09:49 Asia/Kabul
  • په پېښور کې چاودنه شوې ده

د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې بم چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایرنا له راپور سره سم، دغه چاودنه د پېښور د ښار د یوه ښوونځي تر څنګ شوې ده او د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۷ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور د پولیسو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.

تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

چاودنه په داسي حال کې شوې چي په دې وروستیو کې په پېښور کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي، دوې ورځې مخکې هم د لشکر جنګوي ترهګرو عناصرو پر یوه بس باندې ډزې وکړې، چي له امله یې ۸ کسان شهیدان او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.