په پېښور کې چاودنه شوې ده
Dec 05, 2023 09:49 Asia/Kabul
د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې بم چاودنې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ایرنا له راپور سره سم، دغه چاودنه د پېښور د ښار د یوه ښوونځي تر څنګ شوې ده او د ښځو او ماشومانو په ګډون، ۷ کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پېښور د پولیسو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت نازک بلل شوی دی.
تر دې دمه هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.
چاودنه په داسي حال کې شوې چي په دې وروستیو کې په پېښور کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي، دوې ورځې مخکې هم د لشکر جنګوي ترهګرو عناصرو پر یوه بس باندې ډزې وکړې، چي له امله یې ۸ کسان شهیدان او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
ټیګونه