طالبانو له کډوالو څخه د مرستندویه ارګانونو په ملاتړ ټینګار وکړ
طالبانو له کډوالو څخه د مرستندویه ارګانونو په ملاتړ ټینګار وکړ
د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر د اروپايي اتحادیې له مسئولانو سره په کتنه کښې له مرسته کوونکو هیوادونو او ارګانونو وغوښتل چې په دائمي استوګن ځایونو د کډوالو د موقته کیمپونو د بدلولو لپاره مرسته وکړي.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني په افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې د نمایندګۍ له شاذدافیرې رافایلا ایودیس سره په کتنه کښې، له نړیوالو مرسته کونکو ارګانونو وغوښتل چې له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لنډمهاله کیمپونه د اوږدمهاله استوګنې په کیمپونو بدل کړي.
حقاني زیاته کړه: په ژمي کښې د کډوالو ستونزې زیاتیږي او بیړنۍ مرستې د ایستل شویو کډوالو ستونزې نه شي هوارولې، په دې وجه باید د هغوي لپاره د سرپناه، کار روزګار او بنیادي مرستو ته ځانګړې پاملرنه وشي.