افغانستان کښې د ټي ټي پي ۲۵ غړي نیول شوي دي
Dec 07, 2023 03:46 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د تحریکِ طالبانِ پاکستان د ۲۵ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
د افغانستان د طالبانو حکومتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د تحریکِ طالبانِ پاکستان د ۲۵ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
ځینو سرچینو د افغانستان رسنیو ته ویلي چې په کابل باندې د اسلام آباد د حکومت د دباؤنو له امله لږترلږه ۲۵ تنه پاکستاني طالبان په افغانستان کښې نیول شوي دي.
د پاکستان د تحریک طالبان ځینو سرچینو هم رسنیو ته ویلي چې په دې وروستیو ورځو کښې په کابل، ننګرهار او کنړ ولایتونو کښې د ټي ټي پي څو مهم مشران نیول شوي دي.
په نیول شویو کښې هغه کسان هم شته چې پاکستان یې په اړه د کابل حکومت ته معلومات ورکړي وو.
ټیګونه