پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امریکا راپور رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142820-پاکستان_د_ترهګرۍ_په_اړه_د_امریکا_راپور_رد_کړ
ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه چې اسلام اباد د یوه خپلواکه هیواد په توګه له خپلو مسولیتونو خبر دی او د ترهګرۍ په اړه د امریکا په راپور کې شوې ادعا ردوي.
(last modified 2023-12-07T21:47:27+00:00 )
Dec 08, 2023 02:13 Asia/Kabul
  • پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امریکا راپور رد کړ

ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه چې اسلام اباد د یوه خپلواکه هیواد په توګه له خپلو مسولیتونو خبر دی او د ترهګرۍ په اړه د امریکا په راپور کې شوې ادعا ردوي.

 

پاکستان د ترهګرۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور د خواشینۍ په څرګندولو سره د اسلام اباد پر ضد د واشنګټن ادعاوې د حقایقو پر ضد بللي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مېرمن زهرا ممتاز بلوچ په اسلام اباد کې په خپل اونیزه خبري غونډه کې په دې خواشیني څرګنده کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د مالي تمویل په مخنیوي کې د دغه هېواد رول له پامه غورځول شوی دی.

ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه چې اسلام اباد د یوه خپلواکه هیواد په توګه له خپلو مسولیتونو خبر دی او د ترهګرۍ په اړه د امریکا په راپور کې شوې ادعا ردوي.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندی  ټینګار وکړ: د امریکا په راپور کښې د نړیوالو ترهګرو شبکو په له مینځه وړلو کښې د پاکستان د رول په هکله هیڅ یادونه نه ده شوې، په داسې حال کښې چې د پاکستان له اتیا زرو زیاتو امنیتی ځواکونو او ملکیانو په دغو حملو کښې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. او مونږ ه په سلګونو میلیارد ډالره زیانونه زغملي دي.

د پاکستان لومړي وزیر تېر اوړي، د افغانستان د وضعیت او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د خطرناکو پایلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو او د ناټوغیر مسوولانه وتلو ته اشاره وکړه.