مسلمان ملتونه د فلسطین د مسلې لپاره متحد شي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان علماو د ایران د «خانه فرهنګ» په کوربه توب یوې غونډې کښې د فلسطین د مسلې د حل لپاره د مسلمانو ملتونو په اتحاد باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل باید د اقتصادي دباو له لارې د صهیونیسټ رژيم کار تمام کړو.
د پاکستان یوشمیر مشهورو شیعه او سني علماو د سیند صوبې په کراچۍ ښار کښې د ایران د خانه فرهنګ په کوربه توب یوې غونډې کښې د اسرائیلو رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اسلامي هیوادونو د اړیکو عادي کول وغندل او د فلسطین او د قدس د ازادۍ د ایډیل د ملاتړ په دوام یې ټینګار وکړ.
د پاکستان علماو په دغه غونډې کښې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه یرغل د دوام په غندلو سره وویل د فلسطین د مسلې د حل لپاره یوازې د خولې ملاتړ او د غونډو جوړول کافي نه دي باید د اقتصادي دباو ، د اسرائیلو د ملاتړو شرکتونو د جوړو شیانو د بایکاټ کولو او د اسلامي حکومتونو د عملي اقداماتو له لارې د صهیونیسټ رژیم کار تمام کړو.
په کراچۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت کلتوري اتاشي « سعید طالبي نیا» په دغه غونډې کښې صهیونیسټ رژیم یو اپارتائیډ او انسان ضده رژیم وباله او له دغه رژیم سره د پردې شاته هرډول اړیکې یې له انسانیت ، اسلام او مسلمانانو سره خیانت وباله.
طالبي نیا د غزې تړانګې بدلونونو ته په اشارې سره د فلسطین له خلکو څخه په ملاتړ کښې د پاکستان د ولسونو د حمایت او د غونډو د ترسره کولو او له اسرائیلو څخه د کرکې د څرګندولو غوښتنه وکړه.
اسرائیلو تراوسه د فلسطین څه د پاسه اولس زره(۱۷۰۰۰) بې ګناه خلک شهیدان کړي دي او شپږڅلویښت زره نور یې ژوبل کړي هم دي.
له اسرائیلو سره په دغه جنایت کښې امریکا، بریتانیه ، جرمني، فرانسه، اسټرالیا، کاناډا ، متحده عربي امارات او نورو اروپايي هیوادونه مالي ، وسله والې او استخباراتي مرستې کوي.