پاکستان د طالبانو لخوا د ډیم جوړول دښمانه اقدام وباله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143322-پاکستان_د_طالبانو_لخوا_د_ډیم_جوړول_دښمانه_اقدام_وباله
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر «جان اچکزي» د کونړ سیند د پاسه د ډیم د جوړولو په هکله د افغانستان د طالبانو د حکومت فیصله د اسلام پرضد دښمانه اقدام وباله.
(last modified 2023-12-17T23:21:47+00:00 )
Dec 18, 2023 01:15 Asia/Kabul
  • پاکستان د طالبانو لخوا د ډیم جوړول دښمانه اقدام وباله

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر «جان اچکزي» د کونړ سیند د پاسه د ډیم د جوړولو په هکله د افغانستان د طالبانو د حکومت فیصله د اسلام پرضد دښمانه اقدام وباله.

اوه(۷) ورځې مخکې د افغانستان د طالبانو د اوبو او د انرژۍ وزیر «عبدالطیف منصور» ویلي وو د هیواد په شمال ختیځ کښې د کونړ سیند د حوزې د اوبو د مدیریت د فني غور بهیر بشپړ شوی او زر د کونړ سیند د پاسه د ډیم د جوړولو کار پیلیږي.

خو د پاکستان د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو وزیر جان اچکزي پرون د کونړ سیند د پاسه د ډیم  د جوړولو لپاره د افغانستان د طالبانو ډلې فیصلې ته په غبرګون کښې وویل که چیرې د افغانستان طالبان پاکستان ته له پام کولو پرته د کونړ سیند د پاسه د ډیم جوړولو عملیات پیل کړي نو په احتمالي جنګونو او د تاوتریخوالو په زیاتولو کښې به بدې پایلې ولري.

هغه وویل د کونړ سیند د پاسه د ډیم جوړول به د پاکستان د سیند صوبې د اوبو په بهیر باندې د پام وړ اغیز ولري.