عراقچي: ایران په نړیوال ډګر کې په قدرتمندانه شتون لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179030-عراقچي_ایران_په_نړیوال_ډګر_کې_په_قدرتمندانه_شتون_لري
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نیویارک ته د خپل سفر د موخو په اړه وویل، د دې سفر هدف دا و چې څرګنده شي ایران لا هم په نړیوال ډګر کې په پیاوړي دریځ او پر ځان په باور سره شتون لري.
(last modified 2026-09-29T08:10:05+00:00 )
Sep 29, 2026 12:37 Asia/Kabul
  • عراقچي: ایران په نړیوال ډګر کې په قدرتمندانه شتون لري

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نیویارک ته د خپل سفر د موخو په اړه وویل، د دې سفر هدف دا و چې څرګنده شي ایران لا هم په نړیوال ډګر کې په پیاوړي دریځ او پر ځان په باور سره شتون لري.

پارس ټوډې سایټ زمونږ د خبریال په قول  راپور راکړی  سید عباس عراقچي وویل: نیویارک ته زموږ د سفر لومړی هدف دا و چې د ایران د خلکو د حقانیت او مظلومیت غږ د نړۍ خلکو ته ورسېږي، د ایران د خلکو له ګټو دفاع وشي او وښودل شي چې ایران لا هم په نړیوال ډګر کې په پیاوړي دریځ او پر ځان باندې باور سره شتون لري.

 

عراقچي زیاته کړه: موږ له ډېرو هېوادونو سره مخ شو چې له ایران سره خبرو ته لېواله وو، او زموږ ډېرې لیدنې د مقابل لوري په غوښتنه ترسره شوې.

 

هغه وویل، په همدې لیدنو کې څرګنده شوه چې اسلامي جمهوریت، د هغه څه خلاف چې امریکا او صهیونیسټ رژیم یې د ښودلو هڅه کوي، هېڅ ډول منزوي نه دی؛ بلکې له ډېر درناوي څخه برخمن دی.