پاکستان : افغان طالبان له القاعدې سره ارتباط لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143478-پاکستان_افغان_طالبان_له_القاعدې_سره_ارتباط_لري
د دغه رپوټ له مخې د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوی چې ترهګر د افغانستان له خاورې په خپلو ګاونډیانو د حملو لپاره استفاده کوی. دا تورونه اوس نوي پړاو ته داخل شوي او اسلام اباد اوس کابل په ښکاره د دوحې د سولې له تړون په سرغړونې تورنوي.
(last modified 2023-12-20T07:24:44+00:00 )
Dec 20, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • پاکستان : افغان طالبان له القاعدې سره ارتباط لري

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوی چې ترهګر د افغانستان له خاورې په خپلو ګاونډیانو د حملو لپاره استفاده کوی. دا تورونه اوس نوي پړاو ته داخل شوي او اسلام اباد اوس کابل په ښکاره د دوحې د سولې له تړون په سرغړونې تورنوي.

 

په پاکستان کې امنیتي سرچینې ادعا کوي چې د افغان طالبانو حکومت نه یوازې له امریکا سره د دوحې د سولې د هوکړې په عملي کولو کې پاتې راغلی، بلکې برعکس لا هم له القاعده ترهګرې ډلې سره اړیکې لري.

د پاکستان او افغانستان تر منځ پخوانۍ کړکېچنې اړيکې په تېر يو کال کې د ترهګرۍ او پر يو بل د تورونو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو له امله اغېزمنې شوې او د ترينګلتيا په کمولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

په دې وروستیو کې د افغان طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن  ته چې د پاکستان یو مشهور دیني شخصیت چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري کابل ته د سفر بلنه ورکړه او دغه سفر موخه  یی  د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ننګونو د له منځه وړلو او د تاو تریخوالي د کمولو لپاره منځګړیتوب اعلان کړی دی .

د مولانا فضل الرحمن په وینا، د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې اوسنۍ کړکېچ د بهرنیو سناریو یوه برخه ده چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د نفاق تخم کرل او په سیمه کې د بې ثباتۍ دوام دی. هغه  همداراز د پاکستان د حکومت د هغه پلان خلاف هم دی چې د غیرقانونی  افغان ښاریزو  د ایستلو پلان لري.

د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان امنیتی سرچینو ادعا کړې ده چې د افغانستان موقت حکومت د نورو ترهګرو ډلو لپاره پټنځایونه جوړ کړی دی .

د دغه رپوټ له مخې د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوی چې ترهګر د افغانستان له خاورې په خپلو ګاونډیانو د حملو لپاره استفاده کوی. دا تورونه اوس نوي پړاو ته داخل شوي او اسلام اباد اوس کابل په ښکاره د دوحې د سولې له تړون په سرغړونې تورنوي.

پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د موجودو عناصرو تر مدیریت لاندې په پاکستان کې د تروریستي حملو شمېر زیات شوی او ټولې نښې یې په افغانستان کې پای ته رسیږي، په داسې حال کې چې طالبان د دوحې د تړون له مخې ژمن شوي چې په هېواد کې دننه د ترورېزم له ښکارندې سره د چلند په ترڅ کې ، هېڅ ډلې ته اجازه نه ورنکړی  چې د افغانستان له پولو بهر فعالیت وکړي.