پاکستان کښې د فلسطین د ملاتړو لاریون
(last modified Thu, 21 Dec 2023 03:20:02 GMT )
Dec 21, 2023 07:50 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

پرون په پیښور کښې د پاکستاني ماشومانو او ځلمیانو له فلسطین سره د پيوستون او په تیره بیا په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له خوال د زرګونو ماشومانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه لارون وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د ملاتړو ماشومانو او ځلمیانو مظاهرې پرون د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پیښور ښار کښې د جماعتِ اسلامي ګوند او د محصلینو د تنظیمونو له خوا ترسره شوې.

پاکستاني ماشومانو او ځلمیانو د «مړ دې وي اسرائیل»، «مړه دې وي امریکا» او «لبیک یا اقصی» په شان شعارونو سره، د غزې د شهیدانو له کورنیو سره غمرازي وکړه.

په مظاهرو کښې ګډونوالو ځینو ماشومانو او ځلمیانو د مسجدالاقصی تصویر لرونکي قمیصونه او د مقاومت د جبهې له جنګیالیو سره د پیوستون ښودلو لپاره چفیه یا څپوټکي په غاړه کړي وو.