د پاکستان چارواکي د افغان کډوالو په هکله خبرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د افغانستان د پناه غواړو او د مهاجرینو په هکله د کډوالو د نړیوالې موسسې له مشرې سره د خبرو اترو خبر ورکړ.
هغه پرون په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل چې ما د مهاجرت د نړیوالې موسسې له مشرې میرمن «ایمي پوپي » سره په پاکستان کښې د افغانستان د هستوګنه پناه غواړو د حالت او خپل هیواد افغانستان ته د غیر قانوني کډوالو د ایستلو د بهیر په هکله خبرې کړي دي.
د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني زیاته کړه مونږ په یوه دریم ګړي هیواد کښې د افغانستان د ښاریزو د بیا هستوګن کولو په هکله بحث کړی دی په تیره بیا د هغو کسانو په هکله چې له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د عسکرو له وتلو وروسته پاکستان ته راغلي دي.
د مهاجرت د نړیوالې موسسې مشرې ایمي پوپي هم چې له دې مخکې یې د افغانستان له یوشمیر ایستل شويو کډوالو سره په تورخم سرحد کښې کتنه کړي وه وویل هڅه کوو چې د افغانستان د کډوالو د ایستلو په بهیر کښې اسانتیا رامینځته کړو او د ایستل شویو کډوالو د هستوګنې او اقتصادي مشکلات حل کړو.
پاکستان وايي چې په دغه هیواد کښې د افغانستان د غیرقانوني مهاجرینو شتون په پاکستان کښې له زیاتیدونکو ترهګرو حملو او ناامنیو سره نیغ په نیغه ارتباط لري.