محسن داوړ په وزیرستان کې له برید روغ ووت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144202-محسن_داوړ_په_وزیرستان_کې_له_برید_روغ_ووت
د پاکستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر په شمالي وزیرستان کې له یوه برید روغ وتلی.
(last modified 2024-01-03T06:29:35+00:00 )
Jan 03, 2024 10:56 Asia/Kabul
  • محسن داوړ په وزیرستان کې له برید روغ ووت

د پاکستان د ولسي جرګې پخوانی غړی او د ملي دیموکراتیک غورځنګ مشر په شمالي وزیرستان کې له یوه برید روغ وتلی.

د را پورونو له مخې؛ نوموړی چې د ټاکنیز کمپاین په موخه شمالي وزیرستان ته تللی وو، د ټپي په سیمه کې پرې ډزې شوي، خو د زرهې موټر درلودلو له امله هغه ته زیان ندی اوښتی.

څو ورځې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن باندې هم برید شوی وو چې ترې روغ وتلی وو.