د افغانستان پلاوي په اسلام آباد کښې له پاکستاني چارواکو سره وکتل
د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي، په اسلام اباد کې له پاکستان سره د دوی د حکومت د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.
مجاهد زیاته کړې چې یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د طالب لوري څخه یې مشري د دوی د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا محمد شیرین اخند کوي.
د مجاهد په وینا، په دغه ناسته کې د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د احتمالي لانجو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه شوي او ګټورې او اړینې پریکړې به وشي.
دغه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر عباس جیلاني سره هم لیدلي.
جیلاني په دې اړه له زیاتو جزییاتو پرته لیکلي چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ښه والي لپاره د لوړې کچې پر مذاکراتو ټینګار شوی.