کابل ته د مولانا فضل ارحمان سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144386-کابل_ته_د_مولانا_فضل_ارحمان_سفر
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن کابل ته سفر کوي
(last modified 2024-01-07T06:17:03+00:00 )
Jan 07, 2024 10:42 Asia/Kabul

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان نن کابل ته سفر کوي

د طالبانو سرپرست حکومت نن یکشنبې افغانستان ته  د جمعیت علمای پاکستان د مشر مولانا فضل رحمان د سفر خبر ورکړی.

د سرپرست حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، ټاکل شوې د جمعیت علمای پاکستان مشر مولانا فضل رحمان نن یکشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

بلخوا ځينو سرچینو ويلي چې د نوموړي له سفر مخکې ځينې دیني عالمان پرون شنبه لا کابل ته رسېدلي دي.

بلخوا  مولانا فضل الرحمان کابل ته له روانيدو وړاندې خبريالانو ته ویلي چې افغانستان ته به په خپل سفر  کې د اسلامي امارت له مشر سره هم وګوري.

نوموړی وايي چې افغانستان ته یې سفر د پاکستان د لنډمهالي حکومت په سلا او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ ترسره کېږي.

هغه دا هم ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان په تړاو به له طالبانو سره ضمني خبرې ولري.

خو دا چې آيا مولانا فضل الرحمن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو کې رول لوبولی شي او دا سفر به څومره اغيزمن وي د سياسي چارو کارپوه محمد ياسين حبيب او د پوهنتون استاد محمد شفيق حقپال په دې اړه داسې وایي.

فضل الرحمن داسې وخت افغانستان ته د اړیکو د سمولو په نیت سفر کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ اړیکې د خرابېدو خواته روانې دي.

نوموړي ته د سفر بلنه نيږدې يوه مياشت مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو سفير سردار احمد شکیب ورکړې وه.