۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i145252-۲۶_میلیونه_پاکستاني_ماشومان_له_زده_کړو_بې_برخې_دي
د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.
(last modified 2024-01-24T21:56:34+00:00 )
Jan 25, 2024 02:23 Asia/Kabul
  • ۲۶ میلیونه پاکستاني ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د پاکستان ولسمشر د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې ویلي چې؛ په دغه هېواد کې تر ۲۶ میلیونو ماشومان له ښوونځي بې برخې دي.

نوموړي په اسلام آباد کې وویل، چې د دې ماشومانو د زده کړو لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي.

عارف علوي د دې ۲۶ میلیونه ماشومانو د زده کړو لپاره یو میکانیزم هم وړاندې کړ.

تېر کال په پاکستان کې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو شمېر ۲۳ میلیونه ښودل شوی وو؛ خو سږ کال دا شمېر درې میلیونه نور هم ډېر شوی دی.

د پاکستان ولسمشر میاشت وړاندې هم د دې ماشومانو په هکله په یوه غونډه کې پر حکومت غږ وکړ، چې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو لپاره دې په جوماتونو کې د زده کړو اسانتیا برابره کړي.