د افغانستان طالب حکومت د پاکستان او ټي ټي پی ترمینځ مینځګړیتوب کوي
د میلادي کال په لومړنۍ میاشت کې یوازې په خیبر پختونخواه صوبې کې ۲۷ حملې شوي دي .په عین حال کې په دغو کې د یوې حملې پړه هم ټي ټي پي په غاړه نه ده اخستې .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان خبری سرچینو وئيلي دي ،د کابل د حکومت له مینځکړیتوب وروسته د اسلام اباد حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي سره له نه اعلان شوي اور بند سره موافقه کړې ده
د پاکستان ایکسپرس ټریبیون خپرونې لیکلي دي ،د افغانستان د اوسني حکومت په منیځګړيتوب سره د پاکستان حکومت له ټي ټي پی سره د انتخاباتو دترسره کیدا په درشل کې داوربند موافقه کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او له دې بیله شوي څانګې (جماعت الاحرار)ترمینځ اختلافات زیات شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي دي،چې د میلادي کال په لومړنۍ میاشت کې یوازې په خیبر پختونخواه صوبې کې ۲۷ حملې شوي دي .په عین حال کې په دغو کې د یوې حملې پړه هم ټي ټي پي په غاړه نه ده اخستې .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومتي سرچینو او د ټي ټي پي مسئولانو ددغو راپورونو په باب دخبر ترمخابیره کیدا پورې هیڅ نه دي وئيلي.