ډیورنډ رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې د افغانستان پر واکمن رژیم د پخوانیو تورونو د دوام تر څنګ، د یوه طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته چې د ډیورنډ کرښې په اړه یې کړې وې، ضمني غبرګون وښود.
د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نور الله نوري تېره اونۍ په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، چې افغانستان له پاکستان سره کومه رسمي پوله نه لري او ډیورنډ کرښه فرضي ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې بیا ویلي، چې دغه کرښه رسمي پوله ده او نړیوالو په رسمیت پېژندلې.
ممتاز زهرا بلوچ دغه راز بیا مدعي شوه، چې د دوی د مخالفو وسله والو ډلو مشران په افغانستان کې دي او دوی یې نومونه طالب چارواکو ته سپارلي،چې دوی ونیسي او پاکستان ته وسپاري.
طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.