پاکستان او ترکیه پخپلو کې سره پوځي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي 
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146274-پاکستان_او_ترکیه_پخپلو_کې_سره_پوځي_ملګرتیاوې_نوره_هم_پراخوي
د ترکیې د پوځي پلاوي مشر دغونډې ترڅنګ له لوړوپوړو پاکستانیو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي،دواړو خواؤ ډاډ څرګند کړی دی چې  دپوځي ملګرتیاؤ او ګډو مشقونو د پراختیا او زیاتیدا لپاره هڅه کوي  او تر لوړحده به ئې ورسوي.
(last modified 2024-02-16T05:52:15+00:00 )
Feb 16, 2024 10:16 Asia/Kabul
  • پاکستان او ترکیه پخپلو کې سره پوځي ملګرتیاوې نوره هم پراخوي 

د ترکیې د پوځي پلاوي مشر دغونډې ترڅنګ له لوړوپوړو پاکستانیو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي،دواړو خواؤ ډاډ څرګند کړی دی چې  دپوځي ملګرتیاؤ او ګډو مشقونو د پراختیا او زیاتیدا لپاره هڅه کوي  او تر لوړحده به ئې ورسوي.

زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ،   دپاکستان  او ترکیې  ترمینځ  د پوځي ډائيلاګ  ډلې په لوړه سویه څلور ورځنۍناستې ترڅنګ چې د پاکستان په دفاع وزارت کې د فرورۍ  له دیارلسمې نیټې  پیل شوې چې تر نن ناوخته پورې په دوام ولري ، ددواړو هیوادونو لوړپوړو پوځي چارواکو د دوو اړخیزو پوځي ملګرتیاؤ او  راشه دیرشه په باب  هم خبرې اترې کړي دي.  په دغې  دوه اړخیزو خبرواترو کې د پاکستان د پوځي ډائيلاګ کمیټې مشري جنرال ریټایرډ حمود الزمان کوي او  دترکیې د پلاوي مشري هم د ترکیې د پوځ قایمقام لوي درستیز جنرال عرفان اوزسرټ کوي.

د ترکیې د پوځي پلاوي مشر دغونډې ترڅنګ له لوړوپوړو پاکستانیو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي،دواړو خواؤ ډاډ څرګند کړی دی چې  دپوځي ملګرتیاؤ او ګډو مشقونو د پراختیا او زیاتیدا لپاره هڅه کوي  او تر لوړحده به ئې ورسوي. همداراز په دغو لیدو کتو کې د  امنیتی چارو ،دترهه ګرۍ ضد فعالیتونو  او موجوده سیمه ایزو جغرافیائي ، پوځي او سیاسی   حالاتو په باب هم بحث او د نظر تبادله شوې ده .

پر دې سربیره ، دواړو لورو تیر کال  په ترکیې کې  ددغې پوځي ډائيلاګ کمیټې ( ایچ ،ایل، ایم ،ډي  جي )  له غونډې وروسته  په شوي پرمختګ هم  ارزونه وکړه ، او د ګډو مشقونو ،راشه دیرشه او دفاعی تجهیزاتو او سازوسامان  دګډو محصولاتو په باب  هم  بحثونه وشول. په دې ناستې کې وټاکل شوه چې د پاکستان او ترکیې د دفاعي پوځي ډائيلاګ راتلونکي نولسمه ناسته هم د ۲۰۲۵کال په ټاکل شوي شپو ورځو کې په ترکیې ترسره شي.

Image Caption