Mar 19, 2024 07:29 Asia/Kabul
  • له فلسطین سره د مرستې لپاره په اسلامي یووالي د پاکستان د سیاسي او مذهبي مشرانو تاکید

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مذهبي، سیاسي او فکري مشرانو یوې ډلې د صهیونیسټي نسل وژنې د جنایتونو په وړاندې له فلسطین سره د مرستې لپاره د اسلامي وحدت د ټینګولو په ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د مذهبي، سیاسي او فکري مشرانو یوې ډلې د صهیونیسټي نسل وژنې د جنایتونو په وړاندې له فلسطین سره د مرستې لپاره د اسلامي وحدت د ټینګولو په ضرورت ټینګار وکړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت په قونسلګرۍ کې له اسلامو فوبیا سره د مبارزې د نړیوالې ورځې او همداشان د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت جوړه شوې وه، د کویټې ښار یو شمیر علماو، سیاسي چارواکو، سوداګرو او خبریالانو او د نورو مختلفو طبقو خلکو ګډون وکړ او د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې او ظالمانه حملو په وجه یې د غزې له مظلومو خلکو سره  خپل پیوستون څرګند کړ.

په کویټه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت قونسل جنرال«حسن درویش وند» فلسطین ته د بشردوستانه مرستو په لیږلو کښې د اسلامی پیوستون او اتحاد په ضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل: د روان کال د روژې مبارکه میاشت د اسلامی امت لپاره دردناکه ده ځکه چې صهیونیسټي رژیم د امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو په ملاتړ سره د غزې په محاصره کولو سره څه دپاسه ۳۱ زره ماشومان، ښځې او ملکیان شهیدان کړي او د دغې سیمې خلک له لوږې او ناروغیو سره مخ کړي دي.

په دغه غونډه کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې سنی او شیعه مذهبی او سیاسی مشرانو د اتحاد او اتفاق لمونځ وکړ او د افطار په دعوت کښې یې ګډون وکړ.

 

 

ټیګونه