د سوداګریزو اړیکو د خبرو اترو لپاره پاکستاني پلاوی کابل ته رسېدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i148162-د_سوداګریزو_اړیکو_د_خبرو_اترو_لپاره_پاکستاني_پلاوی_کابل_ته_رسېدلی
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، کابل ته رسېدلی دی.
(last modified 2024-03-25T21:53:59+00:00 )
Mar 26, 2024 02:21 Asia/Kabul
  • د سوداګریزو اړیکو د خبرو اترو لپاره پاکستاني پلاوی کابل ته رسېدلی

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه، کابل ته رسېدلی دی.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د وري په ۶مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې  د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خُرم آقا په مشرۍ يو لوړ رتبه پلاوی، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه، پرون  دوشنبه کابل ته ورسېد.

د سرچینې له خوا، د پاکستان د دغه پلاوي د سفر موخه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.

دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي چې څو ورځې مخکې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاورې هوایي بریدونه کړي وو، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.