په قبایلی سیمو کښې د ترهګرو ټول پټن ځایونه ختم شول
د پاکستان د پوځ ویاند وویل: نتیجې ته د کراچۍ د روانو عملیاتو د رسولو لپاره به پوره پوره کوشش وکړو، په قبایلی سیمو کښې مو د ترهګرو ټول مرکزونه ختم کړی دی.
د پاکستان دنیا نیوز لیکلی چې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم سلیم باجوه نن رسنیو ته ووسل چې پوځ د هیواد په قبایلی سیمو کښې د ترهګرو ټول پټن ځایونه ختم کړی دی او په کراچۍ کښې روان عملیات هم په کامیابۍ سره روان دی. هغه زیاته کړه چې په کراچۍ کښې په هدفمنو وژلو کښې ۶۹ فیصده کموالی راغلی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند رسنیو ته وویل: په کراچۍ کښې د القاعدې، لشکرجهنګوی او طالبانو ډلې نیټ ورک له منځه وړل شوی دی. په کراچۍ کښې ۹۷ ستر ترهګر موجود وو چې په ټول هیواد کښې یې په ترهګرو بریدونو کښې لاس درلود او هغه نیول شوی دی. هغه زیاته کړه چې په کراچۍ کښې کابو ۷ زره عملیات شوی چې پکښې ۱۲ زره کسان نیول شوی دی.
د عاصم سلیم باجوه په خبره لشکر جهنګوی او القاعده ډلو په پاکستان کښې پراخه تباهی رامینځته کړې خو اوس د دغې ډلې مهم ترهګر نیول شوی دی او په ټول هیواد په تیره بیا کراچۍ ښار کښې د بشپړ امنیت تر ټینګیدو پورې به د پوځ عملیات دوام ولری.